ولسمشر غنی د ځوانانو، ښځو او بېوزلو استازی

جلالتمآب ولسمشر په خپله دوره کې په ډېر مدبرانه شکل د افغان ولس د قاطع اکثریت (ځوانانو، ښځو او بېوزله) استازیتوب وکړ.
ده د نوی او راتلونکی نسل په ګټه د خپل نسل د زیاتو سیاسیونو د زیاده خواهۍ پر وړاندې مثبت مقاومت وکړ ترڅو راتلونکی پنځوسو کالو لپاره تهدابونه کېږدی.
د سیاسی بحرانونو په منځ کې یې د نظام او حکومتدارۍ د تداوم او بهترۍ لپاره اساسات کېښودل. پنځه کاله مخکې یې چې د کومو پروژو بنسټ اېښی و، هغه یو په بل پسې بشپړوی. سږ کال پسرلی کې د سل ورځو او سل زیرو تر نامه لاندې د لسګونو انکشافی او عامه المنفعه پروژو د ګټې اخېستو او یا د بنسټ اېښودنې شاهدان یو چې پیل یې د کمال خان بند له پرانېستې وشو.
ولسمشر پدې لار کې له سختو نیوکو سره مخ شو، خو هغه ته پاپولیستی تعارف مهم نه و. تر هغو چې ورته د یو کار او عمل مادی او معنوی ګټه واضح شوې نه وه په هغه یې عمل نه کاوه، دی همیش وایی: ” زه د سرخطونو په اساس خپله پالیسی نه بدلوم”.
دغه راز ډېر اصطلاحات د ده له برکته اوس د ملی ادبیاتو برخه ګرځېدلې او ټول ملت ورسره اشنا دی، لکه جمهوریت، د اوبو مدیریت، اوبه زموږ آبرو ده، په خپل ځان اتکا، سیمه ییز اتصال، جرات باید له تدبیر سره ملګری وی، مسوولیت پذیری او …
دا په صراحت ویلی شم چې د افغانستان د سولې لپاره د افغانستان هیڅ زعیم دومره هڅه او تلاش ندی کړی، څومره چې ولسمشر غنی وکړ او کوی. ولسمشر سوله په یو ملی، سیمه ییز او بین المللی بحث او د خپل بهرنی سیاست په لومړیتوب بدله کړه.
د خوشبختۍ ځای دا و چې یو وخت یې بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د انتقال مسوولیت درلود، له هغه وخت او وروسته یې د خپل زعامت په دوره کې له امنیتی او دفاعی ځواکونو سره دومره شخصی او عاطفی رابطه جوړه کړه چې د اعلی سرقوماندان په توګه د اردو، پولیسو او ملی امنیت په منځ کې د مختلفو سطحو له منسوبینو سره مخامخ پیژندګلوی لری. وخت په وخت یې زموږ د ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته رسیدګی لومړیتوب ورکړی دی. زموږ زړورو امنیتی او دفاعی ځواکونو سره رابطې دا پیغام درلود چې یوه ورځ به د وطن او نظام څخه د ساتنې ټول مسوولیت د دوی په اوږو پروت وی.
ولسمشر دا وړاندوینه درلوده چې یوه ورځ به ملی دفاعی او امنیتی ځواکونهله هېواد او نظام څخه د مستقلې دفاع ټول مسوولیت اخلی او په خپلواکه توګه به د وطن له نوامیسو او مقدساتو ساتنه کوی. له تېرو دوو کالو راهېسې ۹۸سلنه پوځی عملیات زموږ خپل ځواکونه ترسره کوی او نن چې امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو پرېکړه کړې ده، نړیوال دې ظرفیت ته د خوداتکایی لپاره د یو فرصت په سترګه ګوری.
د دغسې اوصافو لرونکی زعامت موږ ته دا پیغام راکوی چې د رامنځته شوی فرصت څخه د اعظمی استفادې لپاره په هره برخه کې همدغسې پوهې او درایت ته اړتیا ده.
ډاډه یم چې تاریخ به د افغانستان شرایطو او بحرانونو ته په کتو د ده د مدبرانه زعامت په اړه مثبت قضاوت کوی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a301b
دکمه بازگشت به بالا