ملګري ملتونه: ګوتېرېش د غزې بنديانو بې‌قید خوشي کېدو او تلپاتې سولې غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش بې قید او شرطه د هغو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې چې غزه کې د حماس په لاس کې دي.

ښاغلي ګوتېرېش پر ایکس لیکلي، د اکتوبر د اومې د بریدونو د قربانیانو د یادولو لاره د “عادلانه او پایېدونکې سولې” لپاره هڅې کول دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل په داسې سوله کې به اسرائیلیان، فلسطینیان او په سیمه کې نور خلک “په ګډه په امنیت، عزت او متقابل احترام سره ژوند” وکړای شي

ښاغلي ګوتېرېش د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غزې د سولې پلان ته په اشاره وویل، دا پلان “یوه موکه وړاندې کوي چې باید د دې غمجنې شخړې د پای ته رسولو لپاره ګټه ترې واخیستل شي.”

هغه لیکلي: “یو تلپاتې اوربند د یوې مشروع سیاسي پروسې په چوکاټ کې د وینو تویېدو د مخنیوي او د سولې د لارې د پرانیستلو لپاره ضروري دی.”
پر اسرائيل د د اکټوبر د ۷مې بریدونو دوه کاله پوره شول، نن د یاد مراسم کېږي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b6348a
دکمه بازگشت به بالا