اردوغان ترکي پلاوی به د اوربند او تفاهم لپاره اسلام‌اباد ته سفر وکړي

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی چې يو لوړپوړی ترکي پلاوی به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو د کمولو او د اوربند د نهايي کولو په موخه اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د ولسمشر اردوغان په وينا، د دې پلاوي هدف دا دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي د کمولو، د سولې د ټينګښت او د متقابل درک د رامنځته کولو لپاره د همکارۍ نوې دروازې پرانیزي.

یاد پلاوی، چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير هاکان فیدان، د دفاع وزير ياشار ګولر او د استخباراتو مشر ابراهيم کالين پکې شامل دي، ټاکل شوې ده همدا اوونۍ اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړې، د دې سفر موخه د پاکستاني چارواکو سره د اوربند د موافقې پر وروستیو جزئیاتو خبرې کول او د داسې دوامدارو میکانیزمونو پر جوړېدو تمرکز دی، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړو د حل او اعتماد د بیا رامنځته کولو زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار کړی چې ترکیه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات ملاتړ ته ژمنه ده او انقره به د منځګړي او همغږي‌ کوونکي په توګه خپلې هڅې ته دوام ورکړي، څو د سیمې د امنیت او اقتصادي ثبات لپاره یو ګډ فهم رامنځته شي.

اردوغان دا هم ویلي چې انقره له دواړو هېوادونو سره د خپلو دوستانه اړیکو له مخې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د متقابل باور فضا ټینګه کړي، ځکه چې د ده په وینا، د سولې دوام د سیمې د اقتصادي پرمختګ بنسټ جوړوي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو ورځو کې د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان د چارواکو ترمنځ خبرې اترې د ترکیې په منځګړیتوب په استانبول کې بې‌پایلې پای ته رسېدلې وې.

دکمه بازگشت به بالا