اروپا له ټرمپ او پوتین سره د سولې د تړون پر سر سور څراغ ولګاوه

د اوکرايين په ملاتړ اروپايي هېوادونه وايي، کېيف بايد له روسيې سره د سولې په خبرو اترو کې ښکېل شي. دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ په الاسکا کې له خپل روسيې سيال ولادمير پوتين سره وګوري.

د بريتانيا، فرانسې، ايټاليا، جرمني، پولنډ، فنلنډ او اروپايي کميسینون مشرانو په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي چې، “په اوکرايين کې د سولې لار له اوکرايين پرته نشي ټاکل کېدی”.

اروپايي مشرانو په دې اعلاميه کې ټینګار کړی چې، “نړيوالې پولې بايد په زور بدلې نشي.”

دوی همدا ډول زياته کړې چې د اوکريين ډيپلوماټيک، پوځي او مالي ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلينسکي اندېښنه لري چې اوکرايين به د سولې خبرو ته و نه بلل شي. ده ويلي چې له کېيف پرته هر ډول هوکړه به “بې پايلې” وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a420s
دکمه بازگشت به بالا