ازبکستان، برېتانیا او کاناډا: له زلزله ځپلو افغانانو سره د مرستو اعلان

له متحده اماراتو او هند وروسته؛ ازبيکستان، برېتانیا او کاناډا هم د ختیځو ولايتونو د زلزله ځپلو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ د بېړنیو مرستو د برابرولو خبر ورکړی دی.
د ازبيکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف د دې لوی ناورين له امله له افغانانونو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او زياته کړې يې ده، چې حکومت به يې ډېر ژر د ختيځو ولايتونو لپاره بشري مرستې ولېږي.
په ورته مهال، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د زلزله ځپلو سره له مرستو خبر ورکړی او یو میلیون پونډه بېړنۍ مرسته يې ورته ځانګړې کړې ده.
د کاناډا لومړي وزیر هم ټینګار کړی چې په سختو حالاتو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي او د مرستندویه بنسټونو له لارې به د اړتیا وړ بشري مرستې برابرې کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a696s
دکمه بازگشت به بالا