استونیا: د روسیې درې جنګي الوتکې د ۱۲ دقیقو لپاره فضايي حریم ته ورننوتلې

استونیا ادعا کړې، چې د روسیې درې جنګي الوتکې د دغه هېواد فضايي حریم ته د ۱۲ دقیقو لپاره ننوتلې دي.
د ياد هېواد چارواکو دا کار د خپل هېواد سپکاوی او ښکاره سرغړونه بللې ده.
په ورته مهال د روسیې دفاع وزارت دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې الوتکې یې د بالټیک سمندر له عمومي لارې د روسیې له شمال لوېدیځې برخې څخه د کالینینګراد سیمې پر لور تللې او د استونیا له واینډلو ټاپو څخه لږ تر لږه درې کیلومتره لېرې تېري شوې دي.
استونیا، چې د ناټو او اروپایي ټولنې غړی ده، په وروستیو کلونو کې له روسیې سره د امنیتي اندېښنو له امله څو ځله د فضا د سرغړونې ادعا کړې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5768a