اسحاقډار د کابل–اسلاماباد اوربند سم لوری دی، : د قطر او ترکیې هڅې ستایو

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاقډار د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اوربند هوکړې هرکلی کړی او دا يې د «سمې لارې پر لور لومړنی ګام» بللی دی.
اسحاق ډار ويلي، دا هوکړه د سيمې د ثبات او متقابل تفاهم لپاره مهم فرصت برابروي. نوموړي د قطر او ترکيې هېوادونو د منځګړتيا رول ستايلی او د هغوی هڅې یې د يادې هوکړې په ترلاسه کولو کې اغېزمنې بللې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړې چې د ترکيې په کوربتوب راتلونکې ناسته کې به يو ګډ نظارتي ميکانيزم جوړ شي، څو د هوکړې د عملي کېدو بهير وڅاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا نوره هم پياوړې کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a992s

