اسرائيل ولسمشر هرزوګ: د قطر برید اړين و او فلسطیني دولت په اړه یو اړخیزه پرېکړه خطرناکه ده

د اسرائيل ولسمشر اسحاق هرزوګ پر قطر د اسرائيلو د برید دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې ځينې وختونه د دې اړتیا وي چې هغه کسان “ایسته کړل شي” چې هوکړه نه کوي.

هغه پرون چهارشنبه په لندن کې د بریتانیا له لومړي وزیر کېیر سټارمر سره هم لیدلي دي.

ښاغلي هرزوګ ویلي چې که څه هم دا د دوو متحدانو تر منځ ناسته وه خو ویلي یې دي چې تر منځ‌ یې خبرې “سپینې” او “سختې” وې.

د اسرائيل ولسمشر ویلي چې له کېیر سټارمر سره د فسلطین رسمیت پېژندنې په هکله د هغه پر دریځ هم غږېدلی دی. ښاغلی هرزوګ ویلي، “موږ پر دې باور لرو چې د فلسطیني دولت په اړه یو اړخیزه پرېکړه به پر هر راز راتلونکي بهیر منفي اغېز ولري ځکه چې دا به خطرناکه وي.”

د یادولو ده چې د بریتانیا لومړي وزیر پر قطر د اسرائيل برید غندلی. مخکې کېیر سټارمر ویلي وو چې که اسرائیل د غزې د ناوریني وضعیت د پای ته رسولو لپاره مهم ګامونه پورته نه کړي نو هېواد به یې په سپتمبر میاشت کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

تر اوسه د کېیر سټارمر له دفتره په دې اړه کوم بیان یا غبرګون نه دی خپور شوی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5469a
دکمه بازگشت به بالا