اسرائیلو: په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو برید وکړ ـ ۳۵ وژل شوي او ۱۳۱ ټپیان

اسرائيل تر قطر وروسته دا ځل تازه په یمن کې پر حوثیانو برید کړی دی. رویټرز او فرانس پرېس خبري اژانسونو په یمن کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې روغتیا وزارت له قوله ویلي چې هلته د اسرائيل په برید کې د وژل شوو شمېر ۳۵ ته رسېدلی دی. په وینا یې، په دغه برید کې ۱۳۱ کسان ژوبل شوي دي.
اسرائيل وايي چې په دغه برید کې یې پوځي کمپونه، د حوثیانو رسنیز مرکزونه او د تېلو زېرمې په نښه کړې دي خو حوثیان بیا وايي چې د دوو ورځپاڼو شرکتونو په ګډون ملکي ځایونه پکې په نښه شوي دي.
اسرائيلو ویلي چې دغه بریدونه یې د حوثیانو له لوري پر دوی د توغندیزو او ډرون بریدونو په غبرګون کې کړي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5466a

