اسلامي امارت د برېښنا سپما ته له دیواله غږ کوي؛ د عامه پوهاوي لپاره نوې ابتکاري طرحه منظوره شوه”

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې، په کابل ښار کې پر دېوالونو د برېښنا سپمولو په اړه د پيغامونو لیکلو طرحه د تایید وړ وبلل شوه.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دې طرحې له مخې به پر دېوالونو او د رسنیو له لارې هغه پيغامونه لیکل او خپرېږي چې خلکو ته د برېښنا سپمولو په برخه کې عامه پوهاوی ورکوي او او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته ولېږل شوه.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، د تخنیکي کمېټې دې غونډې ته د کارګرانو ملي اتحادیې د اساسنامې د تعدیل، د یادې اتحادیې جایدادونو د برخلیک معلومولو او همداراز د کاري جوازونو د ورکړې او کابل ته د پنجشیر سیند د اوبو انتقال پروژې په اړه ټاکل شوو کمېټو هم خپل راپورونه وړاندې کړل او او دغه راپورونه د تخنیکي کمېټې له لوري تایید او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شول.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a337s
دکمه بازگشت به بالا