اسلامي امارت د زلزلې له امله په شمالي ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ويلي، چې د تېرې شپې زلزلې په بلخ، سمنګان او بغلان ولايتونو کې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
نوموړي د پېښې له امله خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې، د شهيدانو لپاره يې جنتالفردوس، ټپيانو ته بېړنۍ روغتيا، او د هغوی خپلوانو ته جمیل صبر او اجر غوښتی دی.
ښاغلي مجاهد زياته کړې، چې د اسلامي امارت اړوند مسوولين او ادارې له پېښې وروسته د خلکو په ژغورلو او د بېړنيو مرستو په رسولو بوخت دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/A1284S

