افریدي پوځ په قصدي ډول ملکي پښتانه په نښه کوي

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي د «تېرا» ولسوالۍ د وروستۍ خونړۍ پېښې په غبرګون کې ویلي، هغه ۲۱ کسان چې د پاکستاني پوځ په هوايي او توپچي بریدونو کې وژل شوي، په یوه هم د وسلهوالو ترهګرو نښې نه وې. د نوموړي په وینا، ټول قربانیان ملکي خلک وو چې د جګړې په منځ کې بېګناه ووژل شول.
افریدي په تندو څرګندونو کې ویلي، د پاکستاني پوځ عملیات په پښتني سیمو کې تکراري بڼه غوره کړې، چې له امله یې وخت په وخت ملکي خلکو ته درانه تلفات اوښتې دي. نوموړي د پوځ دغه کړنې «جنګي جرمونه» بللي او ټینګار یې کړی چې پوځ په قصدي ډول د پښتنو وینې تویوي او د هغوی په سیمو کې د وېري فضا رامنځته کوي.
هغه زیاته کړې: «په تېرا او نورو قبایلي سیمو کې د پوځ بریدونه یوازې جنګي جنایتونه دي. زموږ خلک د دې جګړې برخه نه دي، خو پوځ په بدمعاشۍ سره دوی په نښه کوي.»
د افریدي له مخې، د سیمې خلک تل د سولې غوښتونکي دي، خو د پوځ تهاجمي عملیات د بېګناه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او سیمهییز امنیت نوره هم خرابوي.
سهیل افریدي څو ورځې مخکې هم د پاکستاني پوځ وروستۍ حملې «جنګي جنایت» بللې وې او د دغو عملیاتو د سمدستي درېدو غوښتنه یې کړې وه. د هغه په وینا، تر هغو چې د پښتنو ژوند خوندي نه شي، د سیمې ثبات او باور بیا نه شي رامنځته کېدای.

