افغانستان او ازبیکستان د برېښنا لېږد او د شبکې پراختيا څو مهم تړونونه لاسيکوي

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، چې نن وروسته له غزمې د دوی او ازبيکستان د انرژۍ وزارت اړوند شرکتونو ترمنځ د برېښنا لېږد او شبکې پراختیا څو مهمو پروژو تړونونه لاسلیک کېږي.
یاد شرکت ویلي، چې په دې کې د ۱۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د سرخان – دښت الوان ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي، د ۸۰۰ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د ارغندي سب سټېشن پراختیا، د ۸۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د کابل – شیخمصري ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي او د ۱۲۶ مېګاولټ امپیر په ظرفیت د ننګرهار شیخمصري سب سټېشن جوړولو پروژو د تړونونو لاسلیکول شامل دي.
دا په داسې مهال ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت تر دې وړاندې هم له يوه خصوصي شرکت سره د ۱۰ میليارده افغانيو په ارزښت د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د توليد تړون لاسليک کړی دی.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b4572a