افغانستان او اوزبېکستان د کرېکټ تخنیکي همکارۍ پراخېږي

د افغانستان کرېکټ بورډ رییس میرویس اشرف په کابل کې د اوزبېکستان کرېکټ فدراسیون له مشر عزیز مهیلیوف سره وکتل. په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرېکټ په برخه کې د تخنیکي او مسلکي همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.
په دې کتنه کې د لوبغاړو د مهارتونو لوړولو، د لوبڅارانو مسلکي روزنې او د کرېکټ ودې لپاره د ګډو پروګرامونو پر پلي کېدو خبرې وشوې. دواړو لوریو دا ډول همکارۍ د سیمې په کچه د کرېکټ پرمختګ لپاره مهمې وبللې.
د اوزبېکستان کرېکټ فدراسیون مشر کابل ته د یوه پلاوي او ځینو لوبغاړو په ملتیا سفر کړی، څو د لوبڅارۍ په دوه ورځني کورس او د ظرفیت لوړونې په ځانګړي کمپ کې ګډون وکړي. یاد پروګرامونه د تجربو تبادلې او د مسلکي معیارونو لوړولو په موخه تنظیم شوي دي.
دواړو لوریو هیله څرګنده کړه چې دا همکاري به په راتلونکي کې لا پراخه شي او د کرېکټ د بنسټیز پرمختګ لپاره به اغېزمنې پایلې ولري.

