افغانستان او ایران د بنديانو د قونسلي حقونو د څار هوکړه وشوه

د ایران سفارت په کابل کې وايي، د دواړو هېوادونو چارواکي د افغانستان په زندانونو کې د ایراني بنديانو د قونسلي حقونو د څارنې او رسیدګۍ په اړه یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
دغه سفارت دا څرګندونې د یکشنبې په شپه، د عقرب په څلورمه نېټه، په خپل رسمي ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې کړې دي.
د سفارت د معلوماتو له مخې، دا هوکړه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال کاظم غریبآبادي او د اسلامي امارت د مشر د فرمانونو د عالي نظارت او تعقیب ریاست د رییس مولوي شمسالدین شریعي ترمنځ د لیدنې پر مهال ترسره شوې ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1240s

