افغانستان او زېمبابوې یوازینۍ ټېسټ لوبه نن غرمه ۱۲:۳۰ د هرارې په لوبغالي کې پیلېږي

ټاکل شوې، د افغانستان او زېمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه نن غرمه په ۱۲:۳۰ دقیقو د زېمبابوې په «هرارې» کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

دغه سیالۍ به تر جمعې ورځې دوام وکړي او د دواړو لوبډلو لپاره د نړیوالو ټېسټ سیالیو په جدول کې ځانګړی اهمیت لري.

ويل‌کېږي، چې د افغانستان لوبډله هڅه کوي په دې سيالۍ کې د پیاوړې لوبې له لارې بریا خپله کړي او د ټېسټ سیالیو په نړیوال رینکینګ کې خپل مقام لا لوړ کړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1021s
دکمه بازگشت به بالا