افغانستان او قزاقستان: د ۶۰۰ زره ټنو لومړنیو توکو سوداګریز هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان خصوصي سکټور او د قزاقستان خوراکي توکو د قرارداد ملي شرکت ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او په کابل کې د قزاقستان د سفیر ګزیز اکباسوف په شتون کې ناسته وشوه.

نورالدین عزیزي په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنخ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، صنعت او سوداګرۍ وزارت په هڅه کې دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ۳ میلیارده ډالرو ته د سوداګرۍ کچې لوړېدو په موخه اړین فرصتونه رامنځته کړي.

په دې ناسته کې د افغانستان د خصوصي سکټور او د قزاقستان د خوراکي توکو ملي شرکت ترمنځ د ۱۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دې هوکړه‌لیکونو له مخې به نږدې ۶۰۰ زره ټنه لومړني توکي، چې اوړه، غنم، زغر او سویابین په کې شامل دي، له قزاقستان څخه وپېرل شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5439a
دکمه بازگشت به بالا