افغانستان: د شل اوریزو درې اړخیزې لړۍ فاینل کې سبا له پاکستان سره مخامخېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز کرکټ د درې اړخیزې لړۍ په فاینل لوبه کې سبا له پاکستان سره مخامخ شي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوه نیمو بجو د شارجي د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي. ملي لوبډلې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د دې لوبلړۍ د ګروپي پړاو وروستۍ سیالي پرون له متحده عربي اماراتو څخه وګټله.

افغان لوبډلې په پوره شلو اوورونو کې د ۱۷۱ منډو هدف ټاکلی و. د اماراتو لوبډلې هدف ته د رسېدو په تکل تر پایه هڅه وکړه خو ونه توانېده او بالاخره یې لوبه د څلورو منډو په توپیر وبایلله.

په بیګانۍ لوبه کې ابراهیم ځدراڼ کپټاني وکړه ځکه کپټان راشدخان او محمد نبي، فضل الحق فاروقي، او صدیق الله اتل ونه لوبېدل او پر ځای یې ځینې نوي لوبغاړي اخیستل شوي وو.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a749s
دکمه بازگشت به بالا