افغانستان د ډبرو سکاره د پاکستان پر ځای اوزبیکستان ته صادروي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ یو لړ مهمې اقتصادي هوکړې پای ته رسېدلې، چې له مخې به افغانستان خپل د ډبرو سکاره د پاکستان پر ځای اوزبیکستان ته صادر کړي، او په بدل کې به له اوزبیکستان څخه سمنټ او نور اړین صنعتي توکي واردوي. دغه هوکړې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه نهایي شوې دي.

د بلخ ولایت ځايي چارواکو پرون یکشنبه د لیندۍ په دویمه نېټه تأیید کړه چې د نوو موافقو له مخې، د افغانستان د ډبرو سکاره به په رسمي ډول اوزبیکستان ته صادرېږي. د بلخ د والي ویاند حاجي زید ویلي، چې د دې تر څنګ به اوزبیکستان خپل د فابریکو درمل او طبي توکي په ارزانه بیه افغانستان ته صادروي، چې دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز توازن او عرضه‌لاسي زیات کړي.

چارواکي وايي، د سمنټو تړون د افغانستان لپاره ستر اقتصادي اهمیت لري، ځکه هېواد په تېرو میاشتو کې د سیمنټو د کمښت له ستونزې سره مخ و. د هوکړې په عملي کېدو سره به د کورني بازار اړتیاوې په پام وړ کچه پوره شي او د ساختماني چارو عمومي بهیر به چټک او اسانه شي. د ودانیزو چارو د بیا فعاله کېدو له امله د کار نرخونه او لګښتونه هم د کموالي په لور روان دي.

په ورته وخت کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند هم اعلان کړی چې له افغانستان څخه هند ته د ۳۷۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي. د وزارت په وینا، تر ټولو ستر صادراتي موارد وچې مېوې، زعفران او نور کرنیز محصولات دي، چې د افغان صادراتي سکتور د پراختیا نښه بلل کېږي.

دا اقتصادي پرمختګونه په داسې مهال ترلاسه کېږي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د وروستیو نښتو له امله ترینګلې شوې او ډېری سوداګریزې لاري تړل شوي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ټپه ولاړه له افغان لوري څخه د بدیلو اقتصادي لارو او نوي سیمه‌ییزو شریکانو د لټون هڅې ګړندۍ کړې دي.

اوزبیکستان سره دا تازه هوکړې د افغانستان لپاره د صادراتو او وارداتو په نوي بدیل بدل شوي او تمه ده چې د هېواد د اقتصادي ثبات او سیمه‌ییزې سوداګرۍ په پراخېدو کې مهم رول ولوبوي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w146e
دکمه بازگشت به بالا