افغانستان نولس کلنه لوبډله نن له زیمبابوې سره سیالي کوي بله لوبه یې له پاکستان سره ده.

نن د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د زیمبابوې له نولس کلنو کم عمره کرکټ ټیم سره مسابقه کوي.

دا د پنځوس اورونو لوبه په پلازمینې هرارې کې ترسره کیږي.

په دې لړۍ کې د افغانستان او زیمبابوې ترڅنګ د پاکستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې برخه اخیستې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ څرګندوي چې د افغان لوبډلې دوهمه لوبه به د شنبې په ورځ له پاکستان سره وي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w2414e
دکمه بازگشت به بالا