افغانستان: ۹۶۳ کورنۍ له ایران او پاکستانه هېواد ته راستنې شوې

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، تېره ورځ (جمعه، د تلې ۱۱مه) ۹۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ زره او ۹۳۹ تنه کیږي، له ایران او پاکستانه راستانه کړای شوي دي.
حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د ورځني راپور په حواله دغه راز ویلي، دغه کسان د هرات د اسلام کلا، د نیمروز د ورېښمو لارې، د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار له تورخم لارې هېواد ته راغلي دي.
د فطرت په خبره، دغو راستنو شویو سره د بېلابېلو کمېټو له لوري اړینې مرستې شوې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b6196a