افغان سفیر له ایران سره د چابهار له لارې اقتصادي همکاري پراخوو

په تهران کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي فضلمحمد حقاني د ایران «چابهار آزادې اقتصادي سیمې» عمومي رئیس ډاکتر محمد سعید اربابي سره کتنه وکړه، چې پکې د دواړو هېوادونو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه مفصل بحث وشو.
د سفارت خبرپاڼه وايي، په دې لیدنه کې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت د استازولۍ دفتر پر پرانیستې، د افغانستان او ایران تر منځ د ګډ بانک د جوړېدو، او افغان پانګهوالو لپاره د اوږدمهاله ځمکو د سپارلو پر طرحو خبرې وشوې.
راپور زیاتوي، دواړو لوريو د چابهار – میلک اورګاډي پټلۍ د بشپړېدو پر بهیر، افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله اقامې د صادرېدو، او د هغوی د ستونزو د هواري پر عملي ګامونو ټینګار وکړ.
د چابهار اقتصادي سیمې رئیس اربابي وویل، د چابهار بندر د سیمهییزو هېوادونو تر منځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ستر فرصت دی، چې دواړه لوري باید اغېزمنه ګټه ترې پورته کړي.
همدا مهال، کابل کې د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د «چابهار بندر د ترانزیتي اهمیت» په اړه خبري کنفرانس روان دی، چې موخه یې د بندر له لارې د صادراتو او وارداتو د پراختیا او د سیمهییزې همکارۍ د نویو فرصتونو ښودل دي.
شنونکي باور لري، د چابهار له لارې د افغانستان اقتصادي پروسه کولی شي هېواد ته نوې ساه ورکړي او سیمهییزې سوداګریزې اړیکې متوازن کړي.

