افغان فوټسال ملي لوبډلې سعودي عربستان ته ۳ پر صفر ماته ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا په کوربهتوب د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې سعودي عربستان ته ۳ پر صفر ماته ورکړه.
دغه لوبه نن له غرمې مخکې د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې ترسره شوه او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې سعودي عربستان ته ۳ پر صفر ماته ورکړه.
په یاده لوبه کې د افغانستان په ګټه رضا حسین پور او امید قمبري ګولونه ووهل.
د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیا ملتونو جام سیالۍ پرون د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اندونیزیا په کوربهتوب پیل شوې دي.
دغهراز، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له ملي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/f135f
