اقتصادي معاونیت ملا برادر او قربانقلي بری محمدوف نن د ټاپي پروژې له عملي چارو لیدنه کوي

د رياست‌الوزرا اقتصادي معاونيت وايي، چې نن به ملا عبدالغني برادر اخوند او ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بري محمدوف د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې له عملي چارو ليدنه وکړي.

د ياد معاونيت د معلوماتو له مخې، د دې ليدنې موخه د ټاپي پروژې د پرمختګ ارزونه او د عملي چارو د چټکتيا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا ده.

ټاپي پروژه، چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د انرژۍ د انتقال ستره سیمه‌ییزه طرحه ده، د افغانستان له اقتصادي ثبات او سیمه‌ییزو اړیکو سره د تړاو له امله ځانګړی اهميت لري.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1020s
دکمه بازگشت به بالا