الحداد د ترکیې په فضا کې د الوتکې لوېدو له امله ووژل شو

د لیبیا د پوځ لوی درستیز محمد علي احمد الحداد د ترکیې په فضا کې د یوې الوتکې د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکیه د کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د لیبیا پوځ د لوی درستیز الوتکه د انقره ښار ته نږدې لوېدلې او د هغې پاتې شوني موندل شوي دي. د دې ترڅنګ، د لیبیا د ولسمشرۍ شورا هم په رسمي ډول د نوموړي وژل کېدل تایید کړي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې الوتکې د انقرې د حیمانا سیمې په فضا کې د الوتنې شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې وه؛ خو تر دې غوښتنې وروسته یې له کنټرول مرکز سره اړیکه پرې شوې ده.
په ورته وخت کې، د لیبیا لومړي وزیر په یوې اعلامیې کې د دې پېښې له امله د خپل هېواد د پوځ د لوی درستیز پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
چارواکي وایي، د پېښې د لاملونو لپاره څېړنې روانې دي او د پلټنو پایلې به وروسته له رسنیو سره شریکې شي.

