اماراتو د هرات د پېښې قربانیانو سره غم‌شریکی وکړه

د اماراتو خارجه وزارت د هرات د ترافیکي پېښې قربانیانو کورنیو سره غم‌شریکی وکړه.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د هرات ولایت اړوند د وروستۍ ترافیکي پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

دغه وزارت د چهارشنبې په ماښام (د زمري ۲۹مه) د یوې خپرې شوې اعلامیې له لارې په دې مرګ‌ژوبلې پېښه غبرګون ښودلی دی.

د اعلامیې له مخې، د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د پېښې د ټولو ژوندي پاتې کسانو په وړاندې خپله تسلیت وړاندې کړی او د افغانستان د خلکو سره یې خپله همبستګي اعلان کړې ده.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b4775a
دکمه بازگشت به بالا