امارتي شرکتونه ژمي ته په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د پلور لړۍ پیلوو

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اعلان کړی، چې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت په پام کې لري، چې د يخنۍ موسم له پیل سره د پلازمېنې کابل سربېره، د سړو سیمو په یو شمېر ولایتونو کې د سون توکو د اړتیا پوره کولو په موخه هېوادوالو ته په ټیټه بیه د ډبرو سکرو پلور لړۍ پیل کړي.
یاد ریاست ویلي، هڅه کوي، چې دغه لړۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته هم وغځوي، ترڅو اړمن هېوادوال وکولای شي له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي.
د نوموړي ریاست په وینا، د ډبرو سکرو د بیو او وېش مرکزونو په اړه معلومات به پر خپل وخت له هېوادوالو سره شریک شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1204s

