امرخیـل پاکستان تل افغان ډلې واک ته رسولې، خو بیا یې د نسکورېدو لامل شوی

امرخېل، چې د پخواني جمهوري حکومت پر مهال د ننګرهار والي و، څرګندوي چې په تېرو پنځوسو کلونو کې پاکستان د بېلابېلو افغان سیاسي او وسلهوالو ډلو ملاتړ کړی، هغوی یې واک ته رسولي؛ خو وروسته یې د همغو جوړښتونو د نسکورېدو لامل هم شوی دی.
امرخیـل پر اېکس پاڼه لیکلي، د ده په باور د پاکستان کړنلارې د افغانستان د ثبات په زیان تمامې شوې او وخت په کار دی چې افغانان دې وضعیت ته په سمه توګه متوجه شي. د هغه په وینا، اسلاماباد د افغانستان له خاورې سره د اوږدمهاله خصومت پر بنسټ سیاستونه تعقیب کړي او په سیمه کې یې د توازن د ګډوډېدو لپاره د بېلابېلو ډلو په ملاتړ کې رول لوبولی دی.
هغه ټینګار کړی، چې پاکستان په افغانستان کې د هېڅ یوې ډلې دایمي او باثباته واکمني نه غواړي، او افغانانو ته پکار ده چې د تاریخ تجربې په جدي توګه و ارزوي او د ملي وحدت اړتیا درک کړي.
که څه هم د سیمې هېوادونه تل خپلې اندېښنې او دریځونه لري، خو د وضعیت څارونکي وایي، چې د افغانستان د ثبات لپاره سیمهییز تفاهم، متقابل احترام او د نهمداخلو اصول ډېر مهم ارزښت لري.

