امرخېل پاکستاني پوځیان خپلې ناکامۍ د افغانستان پر ضد بریدونو سره پټوي

د جمهوري نظام پرمهال د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان د تېرې شپې بریدونو په غبرګون ویلي، د پاکستان پوځ د خپل هېواد امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او غواړي چې پر افغانستان د بریدونو په ترسره کولو سره خپلې ناکامۍ پټې کړي.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه د هېواد پر خاوره ښکاره یرغل دی. د امرخېل په خبره: «دغه ډول بریدونه نه یوازې د غندنې وړ دي؛ بلکې افغانان به نور هم د پاکستان د یرغل پر وړاندې متحد کړي. پاکستاني نظامیان چې د خپل هېواد د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلي دي، هڅه کوي په دې ډول بریدونو سره خپلې ناکامۍ پټې کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ تېره شپه ناوخته پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه کړي چې له امله یې یوه مېرمنه او ۹ ماشومان وژل شوي دي. دغه بریدونه یو ځل بیا له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

