امریکا له وینزوېلا تر ۸۰ مېلیون بېرلو ډېر خام تېل ترلاسه کړي

ډونالډ ټرمپ، د متحده ایالتونه ولسمشر، اعلان کړی چې امریکا تر اوسه له وینزوېلا څخه تر ۸۰ مېلیون بېرلو ډېر خام تېل ترلاسه کړي او دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې د پراختیا په لور روانې دي. نوموړي وینزوېلا «نوی دوست او ملګری هېواد» بللی او ټینګار یې کړی چې د انرژۍ برخه کې همکاري به لا نوره هم پراخه شي.
د هغه په وینا، د امریکا د تېلو ستر شرکتونه چمتو دي چې د وینزوېلا د انرژۍ سکتور د بیا فعالولو لپاره شاوخوا ۱۰۰ مېلیارده ډالره پانګونه وکړي، څو د تېلو تولید بېرته لوړې کچې ته ورسېږي او اقتصادي فعالیتونه چټک شي. ټرمپ ویلي، دغه پانګونه به نه یوازې د انرژۍ صنعت ته وده ورکړي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې به هم پیاوړې کړي.
نوموړي زیاته کړې چې د یادو پروژو مالي ګټې به د وینزوېلا خلکو، امریکا او اړوندو شرکتونو ترمنځ ووېشل شي او دا به د دواړو هېوادونو لپاره د اقتصادي همکارۍ یو نوی پړاو پرانیزي. هغه باور څرګند کړی چې د انرژۍ برخه کې ګډ کار کولای شي سیمه ییز ثبات او اقتصادي پرمختګ ته هم زمینه برابره کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نړیوال انرژي بازارونه له بدلونونو سره مخ دي او د تېلو سرچینو ته لاسرسی د هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو مهم محور ګرځېدلی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q804q
دکمه بازگشت به بالا