امریکا پر لوکاویل او روسنفت بندیزونه ولګول شول

لومړۍ د بندیزونو کڅوړه چې د امریکا لهخوا د روسیې پر وړاندې د دونالد ټرمپ د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په پیل کې اعلان شوې، د روسانو اړوند پر دوو لویو د نفتو شرکتونو لګېدلې ده.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دغه بندیزونه نن سهار، د پنجشنبې په ورځ د عقرب پر لومړۍ نېټه د واشنګټن لهخوا اعلان شوي دي.
د امریکا د حکومت د پرېکړې له مخې، د «لوک اویل» (Lukoil) او «روسنفت» (Rosneft) په نوم د نفتو شرکتونه د دغه هېواد د خزانې وزارت لهخوا تر بندیزونو لاندې راوستل شوي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/A1126S

