امریکا په قطر کې افغانانو ته د ستنیدو لپاره پیسې ورکول پیل کړې

د راپورونو پر بنسټ، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د قطر په «السیلیه» کمپ کې مېشتو هغو افغانانو ته چې غواړي بېرته افغانستان ته ستانه شي، د پیسو ورکولو بهیر پیل کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سوېلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دستیار پاول کپور دا موضوع د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د سوېلي او مرکزي اسیا د فرعي کمېټې د استماعيه غونډې پر مهال مطرح کړې ده.
د هغه په خبره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې موخه چې په قطر کې د انتظار افغانانو کمپ وتړي، اوس هغو کسانو او کورنیو ته پیسې ورکوي چې غواړي بېرته افغانستان ته ستانه شي.
نوموړي زیاته کړې چې شاوخوا ۱۵۰ کسانو لا له مخکې دا مالي مرستې منلې دي.
کپور ټینګار کړې: «موږ افغانان په زور افغانستان ته نه ستنوو، ځیني په خپله خوښه تللي، خو موږ هيڅوک نه مجبوروو.»
هغه د ورکول کېدونکو پیسو د اندازې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/q325q
دکمه بازگشت به بالا