انتونیو ګوترېش د بشري حقونو خونديتوب ګډ اقدام او واحد دریځ ته اړتیا لري

ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت ټینګار کړی، چې د بشري حقونو خوندي کول یوازې هغه مهال ممکن دي چې د نړۍ خلک د بېعدالتیو او سرغړونو پر وړاندې په ګډه ودرېږي او واحد دریځ خپل کړي. ګوترېش ویلي، د بشري حقونو دوام د هر انسان ګډ غږ، ګډ دریځ او ګډ اقدام ته اړتیا لري، او دا ارزښتونه یوازې په همغږۍ او یووالي سره ساتل کېدای شي.
نوموړي په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو پراخې نقضونه د نړۍ لپاره ډېر اندېښمنوونکي بللي او زیاته کړې یې ده، چې روان وضعیت د حقونو د ښکاره سپکاوي او د خلکو د کړاوونو پر وړاندې د بېپروایۍ څرګنده نښه ده. د هغه په باور، د بشري حقونو پر وړاندې دا ډول چلند نه یوازې نړیوال اصول زیانمنوي، بلکې د بشري کرامت پر وړاندې هم جدي ګواښ دی.
ګوترېش نن چهارشنبه (لېندۍ ۱۹مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، بشري حقونه نهبېلېدونکي، یو له بل سره تړلي او د هر انسان بنسټیز او طبیعي حق دی. هغه ټینګار کړی چې نړۍ باید د بشري حقونو د خوندي کېدو لپاره ګډ مسئولیت احساس کړي، څو د سرغړونو د دوام مخه ونیول شي او د انسانیت د ساتنې لپاره ګډ ګامونه پورته شي.

