انرژۍ نوې پاڼه: کابل او ازبکستان د برېښنا څلور مهم تړونونه لاسلیکوي

برېښنا شرکت وایي چې د ازبکستان د انرژۍ وزیر «جورابیک میرزا محمدوف» او د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی، عصمت الله ایرګاشیف کابل ته په رسمي سفر راغلي دي.
د یاد شرکت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن به له ازبکستان څخه د راغلي استازي او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د څلورو لویو پروژو تړونونه لاسلیک شي.
برېښنا شرکت د دغو تړونونو لاسلیکول د برېښنا په وېش او پراختیا کې مهم بللي دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a512s