اوچا د شمال زلزلهځپلو ته د مرستو لپاره بېړني ټيمونه استول شوی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) ويلي، چې د دغه سازمان او نورو بشري ادارو د ژغورنې ټيمونه د افغانستان شمال ته لېږل شوي، څو د زلزلهځپلو خلکو د مرستو بېړني عمليات پيل کړي.
اوچا په خپل تازه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د تېرې شپې د زلزلې له امله د مرګژوبلې شمېر لا هم د زياتېدو احتمال لري.
دغه اداره وايي، هڅې روانې دي څو زيانمنو کورنيو ته ژر تر ژره بشري مرستې ورسول شي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/f102h

