اوکراین وايي روسیې په برښنا زیربنا برید کړی، سلګونه زره بې برښنا شول

د اوکراین دولتي برېښنا اداره وايي، چې روسیې د هېواد د انرژۍ بنسټونه په یوه ستر برید کې په نښه کړي، چې له امله یې په ډېرو سیمو کې برښنا قطعي شوې او سلګونه زره خلک د ژمي په سړه هوا کې بې برښنا پاتې دي.
دغه ادارې زیاته کړې چې برید لا هم روان دی او د امنیت د وضعیت د ښه کېدو وروسته به د برښنا د بیا رغونې چارې پیل شي.
دا برید د روسیې او اوکراین ترمنځ د متحده ایالاتو د منځګړیتوب لاندې روانو خبرو په منځ کې ترسره شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/w1040w
دکمه بازگشت به بالا