ایتوپیا په “نیل” سیند ستر بند جوړ کړ: د خلکو ژوند ښه کول او ګاونډي هېوادونه هم ترې ګټه اخلي

له سترې ایتوپیايۍ پروژې تمه دا ده چې د ایتوپیا د خلکو ژوند ښه کړي او د سیمې ځینې هېوادونه هم ترې ګټه واخلي.
جیوپولېټیک موقعیت هم د کورني ژوند په څېر دی، کله چې یو څوک د کور نوې ودانۍ جوړوي یا باغ پراخوي، ګټه یې دی کوي خو کېدای شي ګاونډیان پرې خپه شي. همداسې کیسه د افریقا د وروستیو کلونو د تر ټولو سترې پروژې هم ده.
دا ستره پروژه پر “نیل” سیند د برېښنا بند د جوړولو ده. کار یې په ۲۰۱۱ کې پیل شو او شاوخوا پنځه میلیارده ډالر پرې مصرف شول.
ډېری خلک وايي، دغه پیسې په ښه ځای لګېدلې دي. ټاکل شوې چې بند به هغو شاوخوا ۶۰ سلنه ایتوپیایانو ته برېښنا ورسوي چې اوس ترې بې برخې دي.
ایتوپیا پلان لري، ځینې ګاونډیو هېوادونو لکه کینیا ته هم برېښنا ورکړي او د سره سمندر له لارې د برېښنا د لېږد شبکه جوړه کړي څو منځني ختیځ هېوادونو لکه سعودي عربستان باندې یې هم وپلوري.