ایران افغانانو ته د کاري ویزو ورکول پیل شوي، ځانګړی سیسټم ورته فعال شوی

د ایران د کار، ټولنیز رفاه او همکارۍ وزارت چارواکو ویلي، چې دغه هېواد د روان هجري لمریزې میاشتې (میزان) له پیل راهیسې د افغان اتباعو لپاره د «کاري ویزې» د صادرولو بهیر پیل کړی دی.

د ایران دولتي رسنۍ «ایرنا» د سه‌شنبې په شپه (د میزان ۲۹مه) د یادې موضوع راپور ورکړی دی.

د ایران د کار، ټولنیز رفاه او همکارۍ وزارت مرستیال، سید مالک حسېني، ویلي چې دا بهیر د ایران د کورنیو او بهرنیو چارو له وزارتونو سره په ګډه، د «د بهرنیو اتباعو د استخدام» په نوم د ځانګړي سافټویر له لارې عملي شوی دی.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1108s
دکمه بازگشت به بالا