ایران او افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګډې ناستې پیلوي
د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره هرات او کابل ته د پلاوي د لېږلو اعلان کړی. هغه ویلي، چې له افغانستان نه واردات مخ په زیاتېدو دي او سږ کال له دغه هېواده د پام وړ اندازه پنبه وارد شوې ده.
سیادت څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د توازن رامنځته کولو لپاره ګډ پروګرامونه څاري. هغه زیاته کړې، چې قراردادي کرنه او د کرنیزو همکاریو پراختیا د دواړو هېوادونو د پروګرامونو اصلي برخې دي.
په خبرو کې یې ویلي، چې د تهران او کابل د هڅو په پایله کې به سوداګریز توازن ښه شي او «قراردادي کرنه» د دواړو هېوادونو له مهمو عملي پروګرامونو څخه ده. نوموړي څرګنده کړې، چې له دې سره به د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ محصولاتو په برخه کې د ایران اړتیاوې د افغانستان له لارې پوره شي.
سیادت زیاته کړې، چې د سوداګریز توازن او قراردادي کرنې موضوع په خراسان او هرات کې د ناستو او دواړو هېوادونو په ګډو کمېسیونونو کې په جدي ډول څاري او په دولت کې هم ځانګړی ځای لري.
هغه په دې ټینګار کړی، چې افغانستان د صنعت او کانونو په برخه کې ایران ته د صادراتو ډېر ظرفیت نه لري، خو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لوړه وړتیا لري او کولای شي د ایران د اړتیاوو مهمه برخه پوره کړي.
سیادت ویلي، چې د دې موخې پوره کېدل تخنیکي پلان جوړونې او افغان بزګرانو ته د مسلکي سلامشورو ورکولو ته اړتیا لري. هغه څرګنده کړې، که افغان تولیدوونکو ته کرنیزې ماشینرۍ او تخنیکي پوهه ورکړل شي، ډېر هغه محصولات چې اوس له لرو هېوادونو واردېږي، ښایي په لوړ کیفیت او لږ وخت کې په افغانستان کې برابر شي.
نوموړي د کاناډا څخه د حبوباتو وارداتو ته په اشارې وویل، چې هغه حبوبات چې دوه میاشتې په سمندري لاره کې وي، د خپل کیفیت یوه برخه له لاسه ورکوي، حال دا چې همدغه محصولات له افغانستان نه په لوړ کیفیت واردېدلی شي.

