ایران د افغانستان او چین ترمنځ د ازادې سوداګریزې سیمې طرحه تایید کړه

ایراني چارواکو اعلان کړی چې د ایران، افغانستان او چین ترمنځ د یوې نړیوالې ازادې سوداګریزې سیمې طرحه د ایران د ولسمشر له لوري تایید شوې او تمه ده د درې واړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري نوې مرحلې ته داخله شي.
د راپور له مخې، د ایران د سویلي خراسان ولایت اقتصاد رییس مرتضی ذاکریان ویلي، دغه طرحه کولای شي د سیمې سوداګریز، ټرانزیټي او پانګیز ظرفیتونه سره ونښلوي او د سیمهییزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهم بنسټ رامنځته کړي. د هغه په وینا، افغانستان او چین هم د پانګونې او مالي ملاتړ لپاره چمتووالی ښودلی چې دا به د پروژې عملي کېدو بهیر ګړندی کړي.
نوموړي ټینګار کړی، ټاکل شوې ازاده سوداګریزه سیمه د درې هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد، ټرانزیټي اسانتیاوو او صنعتي همکارۍ ته پراخ فرصتونه برابر کړي او سیمهییز اتصال پیاوړی کړي. د هغه په وینا، د دې طرحې عملي کېدل به د سوداګرۍ حجم زیاتېدو، پانګونې جذب او د ترانزیټي دهلېزونو فعالېدو لامل شي.
اقتصادي شنونکي باور لري چې د داسې یوې ګډې سوداګریزې سیمې جوړېدل کولای شي د سیمې هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې ژورې کړي، د سوداګرۍ لګښتونه کم کړي او د بازارونو ترمنځ مستقیمه نښلونې ته لاره هواره کړي. همداراز ویل کېږي چې دا اقدام به د درې واړو هېوادونو ترمنځ اوږدمهاله اقتصادي مشارکت ته زمینه برابره کړي او د سیمهییز ثبات په پیاوړتیا کې به هم مثبت رول ولوبوي.

