ایران: عراقچي قاهره ته ولاړ او له IAEA سره د اتومي چارو خبرې کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچی په رسمي سفر قاهره د مصر ،پلازمینه ته رسیدلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایی نن ماسپښین سه شنبه ۱۸ سنبله په یوه خبرپاڼه کی د عراقچی د سفر خبر په ایکس خپور کړ.
د خبر له مخی ټاکل شوې چی د ایران د بهرنیو چارو وزير په دې سفر کی د رافائل ،گروسي د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې (IAEA) عمومي رئيس سره وکتل او خبرې اترې وکړي.
دا سفر د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اتومي چارو د همغږۍ په چوکاټ کې مهم ګڼل کېږي او د دواړو لورو ترمنځ د اړینو مسایلو د څېړلو لپاره يوه رسمي پلمه ده.
لینک کوتاه
https://sarie.news/b5422a

