ایران ډېری غیرقانوني افغانان په خپله خوښه وتلي، پاتې له درناوي سره ایستل شوي

د ایران کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال علي زینی وند وايي، “ډېری” غیرقانوني اتباع له دې هېواده وتلي دي. ښاغلی زیني وند وايي، د دې کسانو ۷۰ سلنه یې ”په خپله خوښه” له ایرانه وتلي او پاتې ۳۰ سلنه یې له “درناوي” سره او اړینو پروټوکولونو ته په پام سره ایستل شوي.

د ایران کورنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د هغو کسانو شمېر اعلان نه کړ چې له دې هېواده وتلي، خو ټینګار یې وکړ چې د وزارت مشخص هدف دا دی، چې په ایران کې هیڅ غیرقانوني کډوال شتون و نه ولري.

د ایران اسلامي جمهوریت چارواکي ډېری مهال په ایران کې د مېشتو افغانانو لپاره د “اتباعو” اصطلاح کاروي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني مخکې ویلي و چې “له ۶ ملیون څخه ډېر افغان اتباع په ایران کې دي” او ټینګار یې وکړ چې په “لومړي ګام” کې به د روان کال تر پایه پورې لږترلږه دوه میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/a1199s
دکمه بازگشت به بالا