بامیان: امنیتي ځواکونو د شهیدانو په سیمه کې ۱۴ هاواني مرمۍ کشف او ترلاسه کړې

د بامیان امنیه قوماندانۍ امنيتي ځواکونو د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د هاوان ۱۴ مرمۍ د مرکز اړوند شهیدانو سیمه کې کشف او ترلاسه کړې دي.

د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دغه عملیات د دې قوماندانۍ د مشرتابه په مستقیمه لارښوونه د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې مدیریت پرسونل د يادې سيمې د امنيتي پوستې په همکارۍ ترسره کړی دی.

امنیه قومانداني زیاتوي، چې ترلاسه شوې مرمۍ تر کشف وروسته د «دایاک» معاونيت ته سپارل شوې دي.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b5232a
دکمه بازگشت به بالا