بدخشان کشم کې د اوبو رسونې پروژه بشپړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه

د بدخشان ولایت په «کشم» ولسوالۍ کې د ۲ میلیون ۵۱۷ زره افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د ا.ا له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې دا شبکه د یادې ادارې او د ACTID موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړهلیک پر بنسټ په خم مغاب کلي کې جوړه شوې ده.
سرچینې لیکلي چې د دې شبکې په جوړولو سره لسګونه کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.
په ورته مهال د دې سیمې اوسېدونکو د یادې شبکې پر جوړېدو خوښي ښودلې او د دغه ولایت په ځینو لرې پرتو سیمو کې یې د ورته پروژو د چارو پیلېدو غوښتنه هم کړې ده.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د څښاک پاکو اوبو لسګونه شبکې جوړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان دا مهال سخته وچکالي تجربه کوي او د پلازمېنې کابل په ګډون په ډېرو ولایتونو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.

