برادر په کندهار کې د ستر صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې پيل شوې

په کندهار ولایت کې چارواکي وایي چې د دغه ولایت د «نساجي» په سیمه کې د نږدې زر جریبه پراخې دولتي ځمکې پر سر د یو ستر صنعتي ښارګوټي د جوړولو چارې رسماً پیل شوې دي. د دې پروژې بنسټ ډبره نن سهشنبې، د لړم ۲۷مه، د رییسالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري اېښول شوه چې د کندهار د اقتصادي پرمختګ لپاره یوه مهمه پانګیزه پروژه بلل کېږي.
مسوولین وايي، د دغه صنعتي ښارګوټي جوړېدل به د ولایت د صنعت، سوداګرۍ او کارموندنې په برخو کې ستر بدلونونه رامنځته کړي، او تمه ده چې په سلګونه خلکو ته به د کار نوي فرصتونه پیدا شي.
د اقتصادي مرستیال په وینا، اسلامي امارت د پانګونې د ودې او د هېواد د صنعتي بنسټ د پیاوړتیا لپاره پراخ پروګرامونه عملي کوي، او د کندهار دا پروژه د همدې ملي ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده. هغه زیاته کړې چې د صنعتي ښارګوټي په جوړېدو سره به د تولیداتو کچه لوړه شي، د صادراتو زمینه به پراخه شي او د هېواد اقتصادي ثبات به لا قوي شي.
چارواکي زیاتوي چې د دې ښارګوټي لپاره د اساسي خدماتو په ګډون د برېښنا، سړکونو، اوبو رسولو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو پلان هم ترتیب شوی، څو پانګوالو ته د فعالیت لپاره مناسب شرایط برابر شي.
د کندهار د سوداګرۍ او صنعت برخې مسؤلین باور لري چې د دې ښارګوټي په بشپړېدو سره به کندهار د هېواد په سوېل کې د مهم اقتصادي قطب په توګه راڅرګند شي، او د سیمې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره به نوې دروازې پرانیزي.

