برېښنا شرکت د ازبکستان ۲۲۰ کیلوولټه مزی پرې شوی، د نښلولو چارې روانې دي

د برښنا شرکت د عمومي ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ازبکستان ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا د انتقال مزی، چې د آمو سیند له پاسه تېرېږي، پرې شوی دی.
د برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس، ډاکټر عبدالباري عمر، دا خبره د سهشنبې په شپه (د میزان ۲۹مه) په خپل ایکس (پخواني ټویټر) حساب کې کړې ده.
د ښاغلي عمر په وینا، د یاد مزي پرې کېدو له امله د کابل ښار، چې د هېواد پلازمېنه ده، او د یو شمېر ولایتونو په برېښنا کې د پرچاوۍ زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي زیاته کړې ده، چې د یاد مزي د بېرته نښلولو چارې په جدي توګه روانې دي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a1106s

