بغلان کې د چاپېریال ساتنې غږ؛ له طبیعته د امت وجیبه

د چاپېریال ساتنه؛ ایماني او وجداني وجیبه
د چاپېریالساتنې ملي ادارې رییس مولوي مطیعالحق خالص او مل پلاوي بغلان ولایت ته سفر کړی او هلته یې د دې ادارې د ریاست له کارکوونکو سره کتنه کړې ده.
په دې لیدنه کې مولوي مطیعالحق خالص د چاپېریال ساتنه د هر مسلمان ایماني او وجداني مسوولیت وباله او په دې برخه کې یې د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار وکړ.
نوموړي د بغلان اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې د طبیعي سرچینو د ساتنې، د چاپېریال د پاکوالي او د عامه پوهاوي په برخه کې خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.
لینک کوتاه
https://sarie.news/a464s