بغلان کې د ژمي په سختو شرایطو کې کورنیو ته خوراکي توکي ورکړل شول

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) وایي، په بغلان ولایت کې د سخت ژمي په شرایطو کې د ۱۲۹۰۰ کورنیو لپاره د خوراکي توکو مرسته یې جاري ساتلې ده، ترڅو د واورې او سړې هوا له امله له رامنځته شوې ستونزې سره مقابله وشي.
د ملګرو ملتونو دغه ادارې په خپل تازه ایکس پوسټ کې ویلي چې روان ژمی د بغلان په ښارونو او لرې پرتو سیمو کې تر ټولو سخت دی. د واورې او شدیدې سړې هوا له کبله د خلکو تګ راتګ محدود شوی او ډېرې کورنۍ د خوراک او لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي.
دډبلیو ایف پيچارواکو ټینګار کړی چې د ژمي د سختو شرایطو سره سره، سازمان د بې وزلو کورنیو لپاره د خوراکي توکو رسونه دوامداره ساتي، ترڅو د ژمي په دې سختو میاشتو کې د لوږې او بې امنیتۍ مخه ونیول شي.
یاده دې وي چې افغانستان په دې ژمي کې د سختو واورو، سړو او باراني ورځو له امله د بېلابېلو ننګونو سره مخ دی. په ځانګړي ډول د شمالي او مرکزي ولایتونو لکه بغلان، بدخشان، بلخ او تخار په لرې پرتو سیمو کې د واورې او یخنۍ له امله د خلکو تګ راتګ محدود شوی، کورنۍ د خوراکي توکو او بنسټیزو اړتیاوو کمښت سره مخ دي او د د واورو ورښت او ښوییدنو درانه مالي او ځاني تلفات هم اړولي دي.

