بلخ تازه مېوې او سبزیجات د اوزبیکستان له لارې نړیوالو بازارونو ته صادرېږي

د بلخ د والي ویاند، حاجي زید، ویلي دي چې د پاکستان له لوري د بندرونو تر تړلو وروسته د افغانستان تازه مېوې او سبزیجات به د اوزبیکستان له خاورې د هوايي دهلیز له لارې نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

د حاجي زید په وینا، د اوزبیکستان د سرخان دریا او د بلخ د والي ترمنځ د ګډې هوکړې له مخې، دغه هېواد ډاډ ورکړی چې د افغانستان تازه مېوې او سبزیجات به روسیې، چین او هندوستان ته خوندي او پر وخت انتقالېږي. هغه زیاته کړه، چې دا هوکړه د افغان کروندګرو لپاره د مهم اقتصادي فرصتونو د برابرېدو په برخه کې لوی ګام ګڼل کېږي.

حاجي زید همدارنګه وویل، چې د هوايي دهلیز له لارې د صادراتو چارې به د وخت ضایع کېدو پرته، د نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي. هغه ټینګار وکړ، چې د صادراتو دې نوې لارې د کروندګرو عواید به زیات کړي، د بازارونو ستونزې به حل کړي او د افغانستان اقتصادي وضعیت به په ځانګړي ډول د کرنې سکتور ته ثبات ورکړي.

د بلخ د والي ویاند په دې اړه دا هم څرګنده کړه، چې د صادراتو د چارو شفافیت به له نږدې وڅارل شي او د ټولو اړوندو ادارو همکاري به ډاډمنه وي، څو تازه مېوې او سبزیجات په خوندي ډول نړیوالو بازارونو ته ورسېږي.

دا نوې هوکړه د افغانستان د کرنې سکتور لپاره د مهمو اقتصادي ګامونو په توګه ارزول کېږي، په ځانګړي ډول د پاکستان له لوري د بندرونو تر تړلو وروسته، چې د صادراتو په برخه کې یې کروندګرو ته ستونزې راولاړې کړې وې.

لینک کوتاه

https://sarie.news/b7005a
دکمه بازگشت به بالا