بلخ کې د ۱۸ کیلومتره سړک جوړول پیل شول؛ د سیمې پرمختګ ته ژمنتیا

د بلخ ولایت مسؤلین وايي، د یاد ولایت د شولګرې ولسوالۍ له پل برق سیمې څخه د کشندې ولسوالۍ تر مرکز پورې د ۱۸ کیلومتره اوږد سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
سرچینې زیاتوي، د دې سړک د جوړولو کار د ټولګټو وزارت له پراختیایي بودیجې تمویل کېږي او د جوړونې پروسه به په تدریجي ډول د اړوند معیارونو سره سم پرمخ ولاړه شي.
د سیمې چارواکي ټینګار کوي چې اسلامي امارت ژمن دی، چې لرې پرتو سیمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، د مېشتو خلکو ستونزې حل کړي او د خلکو د ژوند کچه لوړه کړي. دوی ویلي، دا پروژه به د ترانسپورت په برخه کې د خلکو اسانتیاوې زیاتې کړي، د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو لاره پراخه کړي او د سیمې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي.
د مسؤلینو په خبره، د سړک د جوړولو چارې به د امنیتي او تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړې شي، څو د سیمې اوسېدونکي په اسانۍ سره له خپلو سیمو ګټه واخلي او د ژوند د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وشي.

